کوشیدا: اوکراین کې د روسیې له خوا د اټومي وسلو کارول د منلو نه دي

د جاپان صدراعظم فومیو کوشیدا

د جاپان صدراعظم وايي چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې له خوا د اټومي وسلو کارول به له بشريت سره د دښمنۍ یو اقدام وګڼل شي.

فومیو کوشیدا نن استرالیا ته د سفر پرمهال وویل د مسکو دا ګواښ چې له اټومۍ وسلو به کار واخلي، نړیوالې سولې او امنیت ته جدي ګواښ دی او د منلو وړ نه دی.

تمه ده چې د راروان کال په مې میاشت کې به د جاپان هیروشیما ښار د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې کوربه وي.

پر همدې ښار د ۱۹۴۵ کال د اګست په شپږمه د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې اټومي بم وغورځول شو چې ۱۴۰ زره کسان یې وژل.