په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې کندز ته سفر کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایووا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایووا د افغانستان له ولایتونو د کتنو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره له کندز ولایت څخه لیدنه ترسره کړه.

یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي چې اوتونبایووا په کندز کې له ځایي چارواکو، د مدني ټولنې له ډلو او د ښځو، رسنیو او سوداګرو په ګډون د ټولنې له استازیو سره پرلیدنو کتنو سربېره د نجونو له یوه ښوونځي هم کتنه کړې ده.

د نوموړې په خبره ډېرې اندېښنې د معیشیت د محدودو امکاناتو، بانکي سیستم او پر سوداګرۍ څرخېدې چې باید ورته پام وشي.