ملګري ملتونه: د اقلیم بدلون پر میلیونونو افغانانو منفي اغېز کړی

شماری از باشنده گان یک منطقه فقیر نشین در جنوب افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د اقلیم بدلون په افغانستان کې پر میلیونونو وګړو منفي اغېز کړی دی.

د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې پرون په یوه ټوېټ کې وچکالي، د خوراکي موادو د بیو لوړوالی او په لوږه د ډېرو خلکو ویده کېدل د اقلیم د بدلون د څو منفي اغېزو په توګه یاد کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په کندهار کې د یوه بزګر له تصویر سره یوځای لیکلي چې که څه هم کروندګر په دې ولایت کې سخت کار کوي، خو بیا هم هېڅ یو یې نه شي کولای چې د خپلو کورنیو لپاره کافي خواړه برابر کړي.