د ایران د ښوونکو ټولنې دوه ورځنی کاري اعتصاب اعلان کړ

ایران کې د اعتراض کوونکو انځور

په ایران کې د ښوونکو ټولنې د هغه څه پر وړاندې چې دوی د ایران د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې د زده کونکو ځپنه بولي، د دوو ورځو لپاره د کار نه کولو اعتصاب اعلان کړی دی.

د ښوونکو د همغږۍ شورا پرون جمعه وویل چې دغه اعتصاب به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې ترسره شي.

د ښوونځیو یو شمېر ښوونکو ادعاوې کړي چې د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي وژل شوي دي.

دغه اعتراضونه په ایران کې څه باندې پنځه اوونۍ وړاندې وروسته له هغې پیل شوي چې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې ځوانې ښځې د شکنجې او وژل کېدو خبر خپور شو.