متحده عربي امارات: د افغان نجونو د ښوونځیو تړل د منلو نه دي

ارشیف: په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی

د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل دوی ته د منلو نه دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمې استازې لانا زکي نسیبه د امنیت شورا په عمومي غونډه کې پرون وویل: "نږدې څلور سوه ورځې کېږي چې افغانستان کې نجونې متوسطه او لیسو ته نه پرېښودل کېږي. هېڅ اګر او مګر نشته. متحده عربي امارات دا اقدام او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ نور محدودیتونه هېڅ د منلو وړ نه بولي."

سفیرې لانا زیاته کړه چې له ټولنیز ژونده د افغان مېرمنو او نجونو محرومول دا په ډاګه کوي چې تاوتریخوالی څرنګه بڼې خپلوي.

د متحده عربي اماراتو دې لوړپوړې ډیپلوماټې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.

طالبان د نړیوالو له فشارونو سره سره د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي خو ژمنې یې کړي چې د پرانیستلو لپاره یې کار روان کړی.