ملګرو ملتونو بیا د افغان نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه

ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی

ملګري ملتونه وایي، ټولو زده کوونکو ته باید په افغانستان کې اجازه ورکړل شي چې د زده کړو له حق څخه استفاده وکړي.

ملګرو ملتونو په یوه ټوېټ کې ویلي چې پر زده کړو سترګې پټول، د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او کولای شي چې دوی د تاوتریخوالي، فقر او استثمار سره مخ کړي.

له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو له تلو منع کړی شوي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د اکټوبر په ۱۱مه په یوه ټوېټ کې پر طالبانو غږ کړی و چې ټولې نجونې زده کړو ته پرېږدي.

هغه ویلي و چې له زده کړو څخه د نجونو منع کول، هم په خپله نجونې او هم هېواد ته چې د هغوی انرژۍ او ونډې ته سخته اړتیا لري، زیان رسوي.