۷۰ سلنه اوکراينيان: له روسيې بايد جګړه وګټل شي

اوکرايني سرتېري

له لسو څخه ۷ تنه اوکراینیان وايي، د روسې پر وړاندې باید تر هغې جګړه دوام وکړې ترڅو دا جګړه وګټي او له لاسه تللې کریمیا هم بېرته ونیسي.

د ګالوپ یوه نظر پوښتنه چې د سپټمبر په لومړیو کې شوې او پایله يې پرون (د اکټوبر په ۱۸ مه) خپره شوه ښيې چې ۷۰ سلنه اوکراینیان غواړي چې دا جګړه تر ګټلو پورې دوام وکړي.

په داسې حال کې چې ۹۱ سلنه هغه کسان چې د جګړې ملاتړي دي بریا ورته له روسیې څخه د کریمیا په ګډون چې په ۲۰۱۴ کې يې په غیر قانونې ډول له خپلې خاروې سره یو ځای کړه د بېرته نیولو په مانا ده.

دغې نظر پوښتنې ته بیا یوازې د ۲۶ سلنه اوکراینیان ځواب دا و چې اوکراین دې له روسیې سره د خبرو یوه لاره پیدا کړي او ژر تر ژره دې د ا جګړه پاي ته ورسوي.

دا نظر پوښتننه په ټول اوکراین کې د سپټمبر له دویمې څخه تر یوولسمې یو څو ورځې وروسته له هغې و شوه چې اوکراینې ځواکونو پر هغو سیمو پراخ بریدونه پیل کړل او ورسي ځواکونه يې شاتتګ ته اړ کړل چې روسانو ورڅخه د تېرې فيبرورۍ په پای کې پر اوکراین د تیري د پیل راهيسې نيولې وې.

له هغې وروسته روسیې پر اوکراین هوايي او راکټي بریدونه ډېر کړي او په دې بریدونو کې یې د اوکراین ملکي وګړي او زېربناوې په نښه کړي.