ټاکل شوې سبا امنيت شورا د افغان ښځو پر وضعيت او حقونو بحث وکړي

ارشيف

ټاکل شوې ده چې سبا د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو پر مسالې بحث وشي.

په ملګرو ملتو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق ازادي راډیو ته وویل چې، د غونډې برخه‌وال به د ښځو او نجونو وضعیت وارزوي او د حل پر لارو چارو به يې بحث وکړي.

د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو رعایتول دي.

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړې دي او له یو شمېر ادارو یې ښځینه کار کوونکې ایستلې دي.