د دوبۍ په يوه موزيم کې انسان ته ورته روبات په ټوکو د نندارچيانو هرکلی کوي

د دوبۍ ښار - ارشيف

انسان ته ورته یو روبات چې د څېرو د تشخیص په ټکنالوژۍ سمبال دی، د دوبۍ په یوه موزیم کې د نندارچیانو هرکلی په خندا او ټوکو کوي.

د رویټرز اژانس په حواله، دغه روبات چې امیکا نومېږي، د انسان په شان څېره او اندام لري په اتاق کې د تحرک د څار وړتیا هم لري.

د «راتلونکي په نوم د موزیم» نندارچیانو سره دغه روبات ارتباط ټینګوي او د موزیم په اړه یې پوښتنې ځوابوي.

دغه موزیم چې اووه پوړونه او ۷۷ متره لوړوالی لري، سږ کال پرانیستل شو.