سوريه کې د جګړې پر مهال ۵۸ کسان وژل شوي

سوريه - ارشيف

یوه څارونکې ډله وايي، د سوریې د شمال په هغو سیمو کې چې د ترکیې په ولکه کې دي، د څه باندې یوې اوونۍ جګړې له کبله ۵۸ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکزي دفتر یې په برېتانیا کې دی، پرون سې شنبه وویل، دغه جګړه د یاغي ډلو ترمنځ شوې ده.

د اکتوبر میاشتې د پیل شوې جګړې له پیله چې د ترکیې پولې ته څېرمه په یوه ناکراره سیمه کې روانه ده، په تېرو څو کلونو کې تر ټولو وژونکې بلل شوې ده.

د سوریې د بشري حقونو ډله وايي، په وژل شویو کې ۴۸ یاغیان او ۱۰ ملکیان شامل دي.

دغه ډله زیاتوي، په ۴۸ وژل شویو افراطي وسله‌والو کې ۲۸ یې د حیات تحریر الشام اتحاد غړي شامل دي، چې القاعده شبکه یې مشري کوي.

د دې ډلې په خبره دغه شخړه د دې سبب شوې، چې په القاعده پورې تړلي افراطي وسله‌وال وکړای شي ځینې سیمې ونیسي.

د یاغیانو په لسګونو ډلې چې د سوریې د ولسمشر، بشارالاسد مخالفې دي، د سوریې په شمال او شمال لوېدیځه برخه کې راغونډې شوې دي، تر څه باندې یوې لسیزې جګړې وروسته هم دولت ورباندې ولکه نه‌ده ټینګه کړې.