ګارډين ورځپاڼه: طالبانو د کابل پوهنتون يو همجنس‌باز محصل اعدام کړی

طالب عسکر

د برېتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبانو د کابل پوهنتون یو همجنس‌باز محصل اعدام کړی او ویډیو یې د هغه کورنۍ ته لېږلې ده.

دغې ورځپاڼې د بشري حقونو د یوې ډلې په حواله راپور ورکړی، چې د طب پوهنځي محصل حامد صبوري، په تېره اګست میاشت کې تر تښتول کېدو درې ورځې وروسته د شکنجې په نتیجه کې ساه ورکړه.

راپور وايي، د صبوري کورنۍ د ځان د خوندیتوب لپاره له افغانستانه وتلې او د طالبانو له ډاره د دغه محصل د مرګ خبر څو میاشتې وروسته خپرېږي.

طالبانو د دې موضوع په باب تبصره نه‌ده کړې.

د بشري حقونو ډلې وايي، په افغانستان کې د طالبانو له ډاره ګڼ همجنس‌بازان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.