د افغاني سرې میاشتې ټولنه په لوګر کې له په سلګونو سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې خبر ورکوي.
په لوګر کې د دې ټولنې ویاند خان ولي احمدزي ازادي راډیو ته وویل، دغه مرستې چې د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال فدراسیون او د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې لهخوا برابرې شوې وې، پنځه سوه کورنیو ته ووېشل شوې.
نوموړې وويل: "هرې کورنۍ ته سل کیلو ګرامه اوړه، لس لیتره غوړي، ۲۴ کیلو ګرامه وریجې، یو کیلو ګرام چای، اته کیلو ګرامه لوبیا او یو پاکټ بیسکټ ورکړل شول."
وروستیو سېلابونو په لوګر کې تر ډېره په خوښۍ ولسوالۍ کې ویجاړي رامنځته کړې ده.