يو‌ ان‌ ډي‌ پي: د افغانستان په لوېديځ کې ۲زره سوداګرو ښځو ته فني روزنه ورکړل شوه

د هغو ښځو انځور چې روزنه ورکول شوې ده.

د ملګروملتونو پراختیایي اداره یو ان ډي پي وایي چې، د افغانستان په لوېدیځ کې دوه زره ځوانو سوداګرو ښځو په مختلفو برخو کې د فني زده‌کړو روزنه بشپړه کړې ده.

یو ان ډي پي په یوه ټویټ کې ویلي، د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې په مرسته دغو ښځو ته د محصولاتو د تولید، بشري سرچینو، مارکېټ او د سوداګري چارو د پیلولو په اړه روزنې ورکړل شوي دي.

دغه راز ویل شوي چې دوه زره نورو ښځو ته به هم د ټولنې پر اساساتو ولاړ بازار ته د ودې په برخه کې روزنه ورکړل شي.

افغانستان چې اکثریت وګړي یې پر کرڼه بوخت دي، د کارپوهانو په باور په دې برخه کې د ښځو وړتیاوې تر ډېره د کورني اقتصاد له پیاوړي کېدو سره مرسته کولای شي.