د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت لپاره نوی سرپرست وزير ټاکلی

ارشيف

د طالبانو حکومت شیخ ندا محمد ندیم د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ټاکلی.

ذبیح الله مجاهد دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر د شیخ ندیم د ټاکل کېدو خبر ورکړی.

شیخ ندامحمد ندیم تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کابل او ننګرهار والي پاتې شوی.

دی د مولوي عبدالباقي حقاني پر ځای تعین شوی.

حقاني په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو ټایمونه او ټولګي سره جلا کړي وو او ځینې نورې محدوودنکې پالیسۍ یې هم وضع کړې وې.