د بدخشان پوهنتون ښځینه محصلانو نندارتون جوړ کړ

په بدخشان کې د جوړ شوي نندارتون یو انځور

د بدخشان پوهنتون ښځينه محصلانو نندارتون جو کړ.

په بدخشان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډيو ته وویل، دا نندارتون چې د دوشنبې په ورځ د کار پنځونکو مېرمنو په نوم جوړ شو، د پرانیستې په مراسمو کې یې د بدخشان پوهنتون د استادانو او محصلانو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي هم ګډون کړی و.

د بدخشان پوهنتون رييس پوهنیار نقیب الدین قاضي زاده د نندارتون ستاینه وکړه او محصلانو ته یې ډاډ ورکړ چې د ورته پروګرامونو په جوړولو کې یې ملاتړی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي صدیقي لعلزاد د نجونو محصلانو لخوا د نندارتون جوړول ارزښتمن کار وباله او د ورته نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

په دې نندارتون کې چې د بدخشان پوهنتون نجونو محصلانو خپل لاسي صنایع نندارې ته ايښي وو، د خپلو کارونو د ودې په خاطر یې د حکومت او موسسو د مرستو غوښتنه هم وکړه.

د یادونې ده چې دوه ورځې مخکې هم په بدخشان ولایت کې یو شمېر ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړی و.