په ناروې کې نیول شوي ۴ روسي وګړي توقیف ته لېږدول شوي

ارشیف

د روسیې څلور وګړي چې تېره اوونۍ نیول شوي وو، په ناروې کې یوه توقیف ته وړل شوي دي.

دغه کسان چې درې یې نارینه او یوه په کې ښځه ده، د هغو شیانو د عکس اخیستلو پر مهال لیدل شوي، چې عکاسي یې منع وه.

د ناروې پولیسو نن د دغو څرګندونو پر مهال نور جزییات نه دي ورکړي، چې دوی د کومو شیانو عکسونه اخیستي دي.

د ناروې پولیس وايي کله چې یې د دغو روسي وګړو موټر ودراوه هلته یې د عکاسۍ وسایل او د تصویرونو نسبتاً پراخ مواد ترلاسه کړل.

پولیس وايي دغه کسان له فنلنډ څخه ناروې ته ورغلي وو او ادعا کوي چې ګرځندویان دي.