نن د افغانستان يو شمېر ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيليږي

کابل کې د پوليو ضد واکسين، انځور - ارشيف

ټاکل شوې چې نن د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له پنځو کلونو کم‌عره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ ضد د واکسين کمپاین پیل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړادارې یونېسف له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي او د ټول عمر لپاره یې له فلج څخه خوندي کړي.

ویل شوي چې د پولیو ضد د واکسين دغه کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، فراه، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا کې ترسره کېږي.

په عین حال کې د بیل او میلیندا ګیټس بنسټ په نړۍ کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د یو ملیارډ او دوه سوه ملیون ډالرو مرستې ژمنه کوي.

دغه بنسټ پرون یکشنبې په یوه اعلامیه کې وویل، دغه پیسې به د هغې ستراتېژۍ له تطبیق سره مرسته وکړي چې تر۲۰۲۶ کال پورې په نړۍ کې د پولیو د له منځه وړلو د نوښت په نوم جوړه شوې ده.

په اوس وخت کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پولیو په‌کې له منځه نه‌ده وړل شوې.

دغه اعلان پرون په برلین کې د روغتیا په نړیوالې غونډه کې وشو او وویل شول چې، له دغو پیسو به همدا راز په نوې بڼه د پولیو د ویروس د سرایت د مخنیوي لپاره هم کار واخیستل شي.

له روان کال راهیسې په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پیښې ثبت شوي او پاکستان د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د شلو نویو پیښو خبر ورکړی چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوي دي.