د طالبانو حکومت: له ۲۵۰۰ زيات کډوال له ايرانه افغانستان ته راستانه شوي

افغان کډوال چې له ايرانه راستانه کړل شوي دي - ارشيف

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له دوه نیم زرو زیات افغان کډوال تازه له ایرانه راستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو د نیمروز ولایت د وریښمو پول له لارې ۲۶۲۸ افغان کډوال له ایرانه ستانه شول.

خبرپاڼه کې د نیمروز د کډوالو ریاست په حواله راغلي، له دې ډلې ۴۷ کورنۍ د لاسنیوي په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم ) ته ورپېژندل شوي دي.

خبرپاڼه کې دا نه‌دي ویل شوي چې دا افغان کډوال په څه ډول او د کوم تفاهم له لارې هېواد ته راغلي، خو تر دې وړاندې ویل شوي چې ټول په جبر ستنول کیږي.