د طالبانو د حکومت د پاسپورت نوي مشر مولوي عبدالکریم حسیب خپله دنده پيل کړه، خو د پاسپورت د وېش د بیا پيل په اړه یې هیڅ هم ونه ویل.
ښاغلی حسیب پرون یکشنبه خپلې دندې ته معرفي شو.
د پاسپورت ریاست تېره اوونۍ خبر ورکړ چې د تلې میاشتې له شپاړسمې به تر نامعلومې نېټې پورې د پاسپورت وېش بند وي.
دوی د دغه ځنډ لامل تخنیکي بللی او ویلي یې دي، د پاسپورټ د چاپ او اړوند نور تخنیکي وسایل ترمیم ته اړتیا لري.
د طالبانو د حکومت له پيله د پاسپورت وېش ستونزمن و او خلک یې د اوږده او پېچلي بهیر په اړه تل شکایتونه کوي.