د روغتيا نړيوال سازمان کابل کې د اتاترک ماشومانو روغتون سره د درملو مرسته کړې

کابل کې د اتاترک ماشومان روغتون - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د کابل د اتاترک ماشومانو روغتون ته یې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې دارو درمل برابر کړي دي.

(ډبلیو.ایچ.او) پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، دا درمل یې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د صندوق پر مټ دغه روغتون ته رسولي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا مسؤلينو او ملګرو ملتونو ویلي چې، افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او میندواره مېندې له خوارځواکۍ کړیږي.

په دوی کې د شاوخوا یو میلیون ماشومانو خوارځواکی حاده یا جدي بلل شوې ده.