چارواکي: د زابل په شینکۍ کې د نس ناستې له امله ۲ ماشومان مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت

د زابل لپاره د طالبانو روغتیا رییس وايي، په شینکۍ ولسوالۍ کې له تېرې شپې د شدید نس ناستي له کبله لږ تر لږه دوه ماشومان مړه شوي.

ډاکتر عبدالحکیم حکیمي ازادۍ راډیو ته وویل: "د خونو په سیمه کې چې لیرې پرته سیمه ده، د AWD یا شدید نسناستي ګڼې پېښې شوي، چې له کبله یې تر اوسه ۲ ماشومان مړه شوي دي."

حکیمي وايي، د دوی روغتیايي ټیمونه سیمې ته رسېدلي چې ځینې ناروغان مرکز ته ولېږدوي.