د ایران په یوه زندان کې د اور لګېدو له امله ۸ کسان ټپیان شوي

په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له دې محبس څخه لوګي او د اور لمبې پورته کېږي، همداراز ډزې اورېدل کېږي.

د ایران به اوین زندان کې د اورلګېدو له امله لږترلږه ۸ کسان ټپیان شوي دي.

د ایران لپاره د ازادي راډیو څانګې، راډیو فردا پرون دا معلومات ترلاسه کړل چې د اوین زندان په اوومه څانګه کې خلکو بغاوت کړی دی.

دا څانګه په دې مشهوره ده چې سیاسي زندانیان په کې ساتل کېږي.

په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له دې محبس څخه لوګي او د اور لمبې پورته کېږي، همداراز ډزې اورېدل کېږي.

عیني شاهدانو ویلي دي چې د زندانیانو د کورني غړي د زندان لور ته تلل، خو لارې بندې وې.

د ایران دولتي رسنیو د ایران د امنیتي چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د دوی په وینا جنایتکارانو، په زندان کې ناکراري جوړه کړې وه، خو وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی دی.