امریکا اوکراین ته د ۷۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت نورې وسلې لېږي

اوکرایني ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې

د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی چې اوکراین ته به د ۷۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت نورې وسلې ولېږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارت پنټاګون پرون اعلان وکړ چې د مرستې کڅوړه کې د هایمرس ګرځنده توغندیو سیسټمونه، مهمات، زغره وال ګاډي او طبي تجهیزات شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي چې متحده ایالات اوس هم د اوکراین د خلکو سره دی چې په زړورتیا د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ دفاع کوي.

د بلېنکن په وینا، د جوبایډن د ولسمشرۍ له پیل راهیسې له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو کچه له ۱۸،۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاته ده او د دې مرستو ډېره برخه د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د ناحقه یرغل له پیل راهیسې ورکړل شوې ده.