د بشري حقونو يوه ډله: ايران کې د مظاهرو پر مهال ۲۲۴ تنه وژل شوي

ايران کې لاريونونه

د هرانا په نوم د ایران د بشري حقونو یوې ډلې اعلان وکړ چې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري تر اوسه پورې ۲۲۴ تنه وژل شوي دي.

د بشري حقونو دې څارونکې ډلې نن (جمعه) د ایران په ټولو سیمو کې د اعتراضونو د مرګ‌ژوبلو تازه شمېر خپور کړ.

يادې ډلې ويلي چې، د سنبلې له ۲۹ څخه د میزان تر ۲۱ پورې په مظاهرو کې ۲۲۴ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۳ یې تر اتلس کلونو کشران دي.

بل پلو د بښنې نړیوال سازمان وايي، په وروستۍ میاشت کې د ایران د پراخو اعتراضونو په لړ کې د لسګونو کسانو په منځ کې لږ تر لږه ۲۳ تنه ماشومان هم وژل شوي دي.