د اروپايي ټولنې د مرستو يوه بله جوپه کابل ته ورسېده

بشري مرستې - ارشيف

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وايي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو یوه بله جوپه د کابل هوايي ډګر ته ورسېده.

نن جمعه دغې ادارې پر خپلې رسمي ټویټر پانه لیکلي، دغه بشري مرستې د افغانانو سره د اروپايي ټولنې د کومک یوه برخه ده.

دا د دې ټولنې د بشرې مرستو ۲۴مه بسته ده چې افغانستان ته رارسیږي.

دغې ادارې د خپلو شریکانو او هغو ډاکترانو هم مننه کړې چې افغانستان کې ورسره کار کوي.

د اروپايي ټولنې دا مرستې داسې مهال افغانستان ته رسیږي چې د دې ټولنې هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسیمت نه‌دی پېژندلې خو افغانانو سره بشري مرستو ته ژمن دي.