د ازادي راډيو عمومي مشر: بشکېک کې دې زموږ خبريالانو ته ګواښونه وڅېړل شي

قرغزستان -- د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۱۳ مه د ازادي راډیو دفتر ته څېرمه یوه مظاهره وشوه. شاوخوا ۳۰ مظاهره چیانو په قرغزستان کې د دریو خپلواکو خپرونو -- ازاتیک، کلوپ او کاکتس میډیا -- د کار د بندولو غوښتنه وکړه.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو مشر د قرغزستان له چارواکو غوښتي چې د دې ادارې د خبریالانو په وړاندې د شویو ګواښونو پلټنه وکړي.

پرون د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې یوه ډله خلکو د یوه لاریون پر مهال د ازادې اروپا راډیو د قرغزي څانګې ازاتیک راډیو او ځینو نورو رسنیو له هغې ډلې کلوپ رسنۍ د دفترونو په تړلو ټینګار وکړ.

د علم بیک اسراییلوف په نوم د مظاهره چیانو یوه تنظیموونکي ګواښ وکړ چې د ازادي راډیو په خبریالانو به تېل واچوي او له زور به ورسره کار واخلي.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو عمومي مشر جیمي فلای دغو ګواښونو ته په پام ویلي چې، د ازادي راډیو د قرغزي څانګې ازاتیک راډیو خبریالان به ونه وېریږي.

فلای له قرغزي چارواکو غوښتي د هغو کسانو پلټنه وکړي چې د ازادي راډیو کارکوونکو ته یې ګواښ کړی.

اسراییلوف پخوا د قرغزستان د ګمرک ادارې مرستیال وو.

د ازادي راډیو او کلوپ رسنۍ د یوې ګډې څېړنیزې پروژې له مخې معلومه شوه چې د قرغزستان د ګمرک ځینې چارواکي په فساد کې ښکېل دي او سلګونه میلیونه ډالره یې له دغه هېواده بهر انتقال کړي.