اوچا: د افغانستان چاپيريال ساتنې عوامل بشري اړتياوې ډېروي

افغانستان کې د هوا ککړتيا - ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر، OCHA وايي، په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې عوامل ورځ تر بلې بشري اړتیاوې زیاتوي.

پرون، پنجشنبه، اوچا د ناورین د اثراتو د کمولو د نړیوالې ورځې په اړه په ټوېټ کې ټينګار وکړ چې په دې مسله کې سمدستي اقدام مهم دی.

اوچا داسې وخت د چاپیریالي عواملو له امله د بشري اړتیاوو د زیاتېدو مسلې ته اشاره کړې چې ژمی را روان دی او ورسره د هوا د ککړتیا او تړلیو ستونزو له هغې ډلې ناروغیو اندېښنې زیاتیږي.