غور کې يوې سنګسار کېدونکې ښځې ځان وژنه کړې

ارشیف: انځور د غور ولایت د اوسېدونکې ۱۷ کلنې رخشانې دی چې د ۱۳۹۴ کال په عقرب میاشت کې د طالبانو د کنټرول په ساحه کې د نامشروع اړیکو په تور سنګسار شوې وه.

هغې ښځې، چې ټاکل شوې وه په غور کې یې طالبان سنګسار کړي، ځان غرغره کړی دی.

په دې ښځې تور وو چې له یوه سړي سره د غور په دولینه ولسوالي کې تښتېدلې وه.

نارینه پرون (پنجشنبه) د طالبانو له لوري په ډزو ووژل شو او وټاکل شوه چې ښځه نن (جمعه) د خلکو په وړاندې سنګسار شي.

په غور کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمان په دې اړه وویل: "په دو لینه ولسوالي کې د ښځو توقیف ځای د نه‌شتون له کبله د هغې د ورور په کور کې په ضمانت اوسېده او تحقیقات روان و، خو تېره شپه یې هلته په خپل دسمال ځان غرغره کړی دی."

له دې وړاندې سیمه ییزو سرچینو د امنیتي دلایلو له امله نه غوښتل چې نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته ویلي و چې ټاکل شوې دغه ښځه د نامشروع اړیکو په تور سنګسار شي.

دغه ښځه چې نوم یې نه ده اخیستل شوی د سیمه ییزو سرچینو په وینا د دولینه ولسوالۍ له یوه اوسېدونکي سره له کور څخه د تېښتې او نامشروع اړیکو په درلودلو نیولې شوې وه چې سړی د طالبانو له لوري ووژل شو.

طالبان وايي چې دا ښځه او د دوی له لوري اعدام شوي نارینه ودونه کړي وو او مجردان نه وو.

د بشري حقونو مدافع ډلې طالبان تورنوي چې تورن کسان عدالت ته له لاسرسي پرته د صحرايي محکمو له لارې په سزا رسوي.