قطر د افغانستان تر لسو زياتو غلا شويو اثارو د ليلام کېدو مخه نيولې

د قطر بيرغ

په قطر کې مورخان وايي چې، د افغانستان تر لسو د زیاتو غلا شویو لرغونو اثارو د لیلام کېدو مخه یې نیولې ده.

د برېتانیا ارټ ورځپاڼې پرون په دې اړه په راپور کې لیکلي چې، د قطر د نړیوال ګمرکي سازمان او د دوحې د ملي کتابتون ټیم د انترپول یا نړیوالو پولیسو په همکارۍ یو شمېر قلمي نسخې، چې له درېیمې تر شلمې پېړیو پورې تړاو لري او په لویو نړیوالو لیلام خونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوې وې، وپېژندلې.

دا خطي نسخې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ غلا شوې وې.

تر دې مخکې د افغانستان بېلابېل لرغوني اثار مختلفو هېوادونو ته قاچاق شوي.