د جوزجان په مرکز شبرغان کې يو کتابتون پرانيستل شو

کتابتون - ارشيف

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پرون (پنجشنبه) یو ستر کتابتون پرانیستل شو.

دا کتابتون ۲۵ زره ټوکه علمي، دیني، ادبي، ټولنیز، اقتصادي، تاریخي اوسیاسي کتابونه لري.

له دې یوه ورځ وړاندې په جلال اباد کې د ماشومانو لپاره د ۲ لکه ډالرو په لګښت د یوه کتابتون د جوړولو چارې پیل شوې.

افغانستان کې دا ډول کتابتونه ډېر پرانيستل کېږي، خو د لږ وخت په تېرېدو بېرته وتړل شي.