د پاکستان په سند ايالت کې په يوه موټر کې د اور لګېدنې له امله ۱۷ تنه مړه شوي

هغه موټر چې اور په‌کې لګېدلی

د پاکستان په سند ایالات کې د ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه سېلاب ځپلي د دوی د سپرلۍ په موټر کې د اورلګېدو له کبله وژل شوي.

چارواکو ویلي، دوی خپلو کورونو ته په لار وو چې موټر یې اور واخیست.

د ازادي راډیو خبریال په خپل راپور کې ویلي، دغه پېښه د سند ایالات د جمشوروي ولسوالۍ په نوري اباد سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیسو او عیني شاهدانو ویلي، اته ماشومان د مړه شویو کسانو په ډله کې دي.

د سند په پارلمان کې د روغتیا برخې مسؤل سراج قاسم سومرو خبریالانو ته وویل، ۱۷ مسافره مړه شوي او لس تنه نور ټپیان شوی دی.

ويل شوي، دغه موټر چې اور په‌کې لګېدلې ۳۵ تنه په‌کې سپاره وو چې د اور لګېدنې علت يې هم تر اوسه نه‌دی مالوم شوی.