ستانکزی: د سيمې هېوادونه دې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې هڅې نه‌کوي

شير محمد عباس ستانکزی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له نړيوالو نه د تعامل غوښتنه وکړه.

هغه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، افغانستان له هیڅ هېواد سره ستونزه نه‌لري.

نوموړې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې، د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې لپاره هڅې نه‌کوي او دده په وینا چې چاته به د دې کار اجازه هم ورنه‌کړي.

نوموړي ويلي: "اسلامي امارت په خپلې بهرنۍ پاليسۍ سره نه‌غواړي چې هیڅ کله هم د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیانو ته درد سر جوړ شي، موږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د دوستي په فضا کې ښې اړیکې او تعامل غواړو، موږ هیڅ کله چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د نور هېوادونو په ضد وکاروي."

ښاغلي ستانکزي همدا راز په افغانستان کې ثبات په سیمه او نړۍ کې ثبات یاد کړ.

نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د چهار شنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې، د طالبانو حکومت تر هغه د نړیوالې ټولنې مشروع غړی نه‌شي کیدلای ،چې دوی د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی و نه‌کړي.

هغې وړاندې لیکلي دي، طالبان باید پوه شي چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته له درناوي پرته د نړیوالې ټولنې غړي کېدلای نه‌شي او دا د مخکې تګ لپاره بنسټیزه موضوع ده.