يوه رضاکاره ټولنه ننګرهار کې ماشومانو ته کتابتون جوړوي

ارشيف

د سانتي په نوم یوه رضاکاره ټولنه غواړي چې په ننګرهار کې د څه باندې ۲ لکه ډالرو په لګښت د ماشومانو لپاره کتابتون جوړ کړي.

د دې ټولنې مشر انجینر عنایت الله نصر وايي، دا کتابتون به چې د بنسټ ډبره یې پرون کېښودل شوه، په ۲۴۵ متر مربع مځکه او په ۸ میاشتو کې جوړ شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ماشوم ادبیاتو ته په‌کې چندان پام نه‌دی شوی او په دې برخه کې ډېر څه نه‌دي خپاره شوي.

د ماشومانو ترڅنګ د لويانو لپاره مخکې ډېری دغه ډول کتابتونه جوړ شوي دي، خو د وخت په تېرېدو بېرته تړل شوي دي.