د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د طالبانو په خپلمنځي ډزو کې د دغې ولسوالۍ د جنایي جرمونو د مبارزې مدیر وژل شوی دی.
په پروان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند کامران حبیبي وایي، پېښه نن د اکتوبر ۱۲مه د نه همغږۍ له کبله داسې شوې چې د طالبانو دوه ګزمې سره مخامخ او یو بل ته لاس په ماشه شوي دي.
هغه وايي: "د مجاهدینو دوه ډلې چې په ګزمه بوختې وې، د نه همغږۍ له کبله یې پر یو بل ډزې کړي. په خواشینۍ سره باید ووایو چې د جبل السراج ولسوالۍ جنایي امر قاري صاحب نجیب الله او یو همکار یې په شهادت رسېدلي دي."
کامران هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ډزې دې د ده په ټکو د "بغاوتګرو" له خوا شوي وي.
نوموړي د هغو کسانو د هویت په اړه هم څه ونه ویل چې د جبل السراج پر جنایي امر یې ډزې کړي دي.