د برېتانيا يو چارواکی : اوکراين کې د روسيې پوځي ستراتېژي ناکامه شوې ده

جرمی فلمینگ

د برېتانیا یو چارواکی وايي، په اوکراین کې د روسیې پوځي ستراتیژي ناکامه شوې ده.

د برېتانیا د دولتي امنیت د ارتباطاتو او استخباراتي ادارې مشر، جرمي فلېمینګ (Jeremy Fleming) پرون سې شنبه په لندن کې یوه انستیتیوت ته په وینا کې وویل: "په پخوانیو دوو پوځي ستراتیژیو کې تر ناکامۍ وروسته د پوتین پلان د اوکراین له زړورتیا د ډکې دفاع له واقعیت سره مخامخ شو او له لږو موثرو داخلي ازمېښتونو سره- سره د پوتین تصمیم نیمګړی ثابت شو، پرون هم پر کییف او ټول اوکراین حملې یې بله بېلګه ده."

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شو، چې لا هم دوام لري.

په وروستیو کې دغه یرغل د اوکراین له سخت مقاومت او د اوکرایني ځواکونو له مخکې تګ سره مخامخ شوی دی.