د رسنيزو سرغړونو د ارزونې کمېسيون د رسنيو د قانون د تصويب عاجله غوښتنه کړې

ارشيف

د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون په پرونۍ غونډه کې په عاجل ډول د رسنیو د قانون د تصویب غوښتنه وشوه.

د باختر اژانس په حواله، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون په درېیمه غونډه کې پر دې موضوع بحث وشو.

د اژانس په حواله، په دې غونډه کې چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین حیات اله مهاجر فراهي یې مشري کوله، غوښتنه وشوه، چې د رسنیو هره اړونده موضوع دې د همدې کمېسیون له لارې تعقیب شي.

له کله چې طالبانو شا و خوا ۱۵ میاشتې مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په لسګونو رسنۍ وتړل شوې، په زرګونو خبریالان بې دندې شول او پاتې یې له زیاتو محدودیتونو سره مخامخ دي.