پر ايراني ځواکونو د معترضانو د ځپلو تورونه راپورته شوي

ايراني پوليس

د بشري حقونو ډلو د ایران پر دولتي امنیتي ځواکونو تور لګولی چې د دې هېواد په کرد مېشتو سیمو کې یې د معترضانو د ځپلو لپاره پوره پوځي عملیات کړي.

په هغو ویډیوګانو کې چې پرون د کردستان له سنندج ښاره پر ټولنیزو شبکو خپاره شول، امنیتي مامورین لیدل کېږي چې پر معترضانو مخامخ ډزې کوي.

په همدې ورځ د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې د ایران امنیتي ځواکونه پر خلکو د اوښکې بهوونکي ګاز او د هغوی پر کورونو د مرمیو ډزې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر په ۱۶مه نېټه د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونو زور اخیستی او پولیسو هم په داسې ځپونکو اقداماتو ځواب ورکړی چې په ترڅ کې یې نژدې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.