د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپل حکومت له استخباراتي ادارو غوښتي چې یوازې د موثقو شواهدو له مخې تورن کسان توقیف او محکمې ته وړاندې کړي.
د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هبت الله اخوندزاده پرون د ټولو ولایتونو له استخباراتي مسوولانو سره په غونډه کې دا خبره وکړه.
اعلامیه کې ویل شوي چې استخبارات به خپلې ټولې لارښوونې د طالبانو د حکومت له مشرتابه څخه اخلي.
تر دې وړاندې ګڼ داسې شکایتونه شوي چې طالبان له ښکاره اسنادو پرته یو شمېر کسان توقیف او د محکمې له حکم پرته یې وژني یا شکنجه کوي.
همدا تېره میاشت یوناما وویل، هغه ادعاوې دقیقې ښکاري چې طالبانو پنجشېر ولایت کې جنګي اسیران صحرايي محاکمه کې وژلي دي.