په ملګرو ملتونو کې د اوکراین سفیر روسیه د " ترهګریز دولت" په توګه غندلې ده.
سیرهي کیسلیتسیا پرون د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې وویل: "روسیې یوځل بیا ثابته کړه چې ترهګریز دولت دی او باید په پیاوړتیا سره یې مخه ونیول شي."
ملګرو ملتونو پرون وروسته تر هغه د اوکراین په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړه چې روسیې د دغه هېواد پر څوښارونو له اتیا زیات توغندي وویشتل.
د اواکراین کورنیو چارو وزارت ویلي، دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او نږدې سل نور ټپیان شوي دي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکراین بریدونه د ده په ټکو د دغه هېواد د ترهګریزو بریدونو غچ اخیستنه یاده کړې ده.