د ايران د يو شمېر فابريکو له زرو زيات کارکوونکي له مظاهرو سره يو ځای شوي

ايران کې مظاهرې

د ایران په بوشهر او دماوند کې د پتروشیمې فابریکو له زرو زیات کارګر له هغو مظاهرو سره یو ځای شوي چې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د حجاب د نه مراعتولو په تور د مهسا امیني په نوم د یوې ځوانې نجلۍ د وژل کېدو پر سر له څو اوونیو راهیسې پیل شوي دي.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د تېلو کار کونکو نن لارې بندې کړې وې او مرګ پر دیکتاتوریې شعارونه ورکول.

د مظاهره کوونکو شاوخوا امنیتي ځواکونو کلکه امنیتي کړۍ را تاو کړې وه.

په وروستیو ورځو کې د ایران په ډېرو ښارونو کې د کارګرانو د مظاهرو راپورونه ورکړل شوي دي.

په اوسلو کې دیره د ایران د بشري حقونو ډلې ویلي چې د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا لږترلږه ۱۸۵ مظاهره کونکي وژل شوي چې په کې لږترلږه ۱۹ یې ماشومان دي.