کندهار کې ۳۱ قابله ګانو ته روزنه ورکړل شوه

ارشيف

د ملګروملتونو د وګړو صندوق وایي، په کندهار کې ۳۱ نویو قابله ګانو د زده‌کړو یو کورس چې اته اوونۍ یې دوام کړی، بشپړ کړی.

د ملګرو ملتونو صندوق په يوه ټوېټ کې ويلي، روزل شوې قابلې دې ته چمتو شوي چې د دې صندوق په ملاتړ په ټولنو کې د کورنیو په روغتیایي خونو کې په کار پیل وکړي.

په ټوېټ کې راغلي، دغه قابله ګانې به د کورنیو لپاره د همدغو روغتیایي خونو له لارې خپلو خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

د ملګروملتونو د وګړو د صندق په وینا قابله ګانې د خلکو ژوند ژغورلی شي او پر ماشوم د مور د مړینې مخه نیولی شي.