د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ د خپل ماموریت د غځېدو هرکلی کړی دی.
ښاغلي بېنیټ پرون ( یکشنبه/ د تلې ۱۷مه) په یوه ټویټ کې وویل، له ټولو اړخونو سره به کار وکړي چې افغانستان کې بشري وضعیت ښه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د ریچارد بېنیټ ماموریت یوه بل کال ته هم وغځاوه.
بېنیټ به د بشري وضعیت پر ارزونې سربېره د ماشومانو د حقونو او دغه راز د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت او راپور ورکولو چارو ته دوام ورکړي.