په ارزګان کې د تېر حکومت یو نظامي وژل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې ارزګان ولایت موقعیت

په ارزګان ولایت کې د تېر حکومت یو نظامي وژل شوی دی.

طالبان هم دا خبره مني خو وايي، دا کس خپلو دښمنانو وژلی دی.

د ارزګان ولايت د والي ویاند احسان الله حماس ازادي راډيو ته وويل چې دغه کس د ارزګان ولايت په ده يک سيمه کې پرون ماخستن په ډزو وژل شوی.

نوموړی وايي، وژونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او د طالبانو ځواکونه یې د نیولو هڅې کوي.

تر دې مخکې هم په ګڼو ولایتونو کې ملکیان او پخواني نظامیان په نښه شوي چې په ځينو مواردو کې طالبانو د دې لامل شخصي دښمنۍ بللي.

خو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې د اګست میاشتې له ۱۵مې څخه د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې په غزني، هلمند، کندز، کندهار او هلمند ولایتونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري وژلي او یا یې په جبري توګه ورک کړي.

هغه مهال طالبانو دا راپور رد کړی وو او ویلي وو چې په دې اړه به پلټنې کوي، خو تر اوسه یې د پلټنو یا هم د نتیجې په اړه څه نه دي اعلان کړي.