تېره شپه د ایران په ګڼو ښارونو او پوهنتونونو کې لاریونونه شوي

ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور

د ایران په ګڼو ښارونو او پوهنتونونو کې تېره شپه لاریونونه وو.

د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې نجلۍ له وژل کېدو وروسته د اعتراضونو څلور اوونۍ پوره شوې خو داسې نه ښکاري چې اعتراض کوونکي دې له مظاهرو ژر لاس واخلي.

د تهران په نازي اباد کې مظاهره چیانو په خپلو شعارونو کې ویل، دا کال خونړی دی او خامنه يي به نسکورېږي.

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا هم تایید کړې چې د تهران په لسګونو سیمو کې اعتراضونه شوي دي.