زیلینسکي: اروپايي هېوادونه دې د روسیې نفوذي شبکې له منځه یوسي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي یوځل بیا له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د روسیې هر راز نفوذي شبکې له منځه یوسي.

زیلینسکي پرون په مونتي نګرو کې یوې سیاسي امنیتي غونډې ته په آنلاین ویډیويي وینا کې وویل: "ټول اروپايي هېوادونه باید د روسیې د نفوذ شبکې له منځه یوسي، څو چې ناسم اطلاعات، فساد او جنايي سیاستونه خپاره نه شي. د بالکان د هېوادونو لپاره د دې موضوع اهمیت تر اروپا کم نه دی."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اروپايي ټولنې د روسیې د انرژۍ پر سرچینو د اتکا د کمولو لپاره د هڅو په ترڅ کې اوس اوس پر روسیې د بندیزونو اتمه پړاو تصویب کړ.

د روان کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له کبله له روسیې سره د اروپايي هېوادونو په اړیکو کې سخت کړکېچ رامنځ ته شو.