جاپاني چارواکي وايي، داسې ښکاري شمالي کوریا یوبل بالستیک میزایل توغولی چې په تېرو دوو اونیو کې د دې هېواد له لوري اوومه دا ډول ازموینه ده.
د جاپان پوځ نن وویل چې دا توغوندی د دې هېواد له اقتصادي، انحصاري ساحې څخه بهر راپرېوتی دی. د جاپان د ان اچ کې د ملي شبکې د راپور له مخې ښکاري چې دوهم میزایل هم توغول شوی دی.
شمالي کوریا دا ازموینې وروسته له هغه کوي چې د امریکا او جنوبي کوریا پوځي ځواکونو ګډ سمندري پوځي تمرینات پای ته ورسول.
د شمالي کوریا د فضايي پراختیا ملي ادارې د دې میزایلونو توغول د امریکا د اقداماتو پر وړاندې دفاعي تدابیر بللي دي.