د افغانستان د تنکيو ځوانانو د فوټبال لوبډله نن په تاجکستان کې له منګوليا سره مخامخ کېږي

تیم ملی فوتبال نوجوانان افغانستان

ټاکل شوی ده چې د افغانستان د تنکیو ځوانانو د فوټبال ملي ټیم نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د منګولیا په وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې، دا لوبه نن ماښام د کابل په وخت ماښام شپږ نیم بجې کېږي.

دا لوبه د فوټبال تر اولس کلنۍ ښکته اسیايي اتلولیو ته د لار موندنې په چوکاټ کې کېږي.

د افغانستان د تنکیو ځوانانو د فوټبال ټیم پرون شپه د دوشنبې ښار په مرکزي لوبغالي کې وروستی تمرین وکړ.

د افغانستان د تنکیو ځوانانو د فوټبال ټیم پرون شپه د دوشنبې ښار په مرکزي لوبغالي کې وروستی تمرین وکړ.

ددې تمرین ویډیويي تصویرونه د افغانستان د فوټبال فدارسیون په فېسبوک پاڼه خپاره شوي دي.

د افغانستان د تنکیو ځوانانو د فوټبال ټیم یو غړی حبیب الله هوتک وايي: "زموږ وروستی تمرین و، انشاءالله سبا به له منګولیا سره زموږ لومړۍ لوبه وي. ټیم کم نه ګڼو، که خدای کول موږ به سبا خپله پایله ترلاسه کړو."

افغانستان او منګولیا نن د یو بل په وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا لوبه نن ماښام د کابل په وخت ماښام شپږ نیم بجې کیږي.

د افغانستان د فوټبال فیدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل: "موږ نن بریا ته ډېره څرګنده او اساسي اړتیا لرو. که وتوانېږو چې نن د منګولیا په وړاندې بریا خپله کړو نو د صعود خواته به د منګولیا چانس حذف شي او دا ټیم به نور چانس ونه‌لري."

د افغانستان دې سیال د چهارشنبې د ورځې په سیالۍ کې د کوربه تاجکستان په وړاندې ماتې وخوړه.

په دوشنبه ښار کې د ازادي راډیو د تاجیکستان د څانګې خبریال نرز الله لطیف وايي افغانستان او تاجکستان به د تلې د میاشتې په اولسمه د یکشنبې په ورځ د کابل په وخت ماښام شپږ نیمې بجې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د افغانستان د تنکيو ځوانانو د فوټبال لوبډله نن په تاجکستان کې له منګوليا سره مخامخ کېږي

د افغانستان د تنکیو ځوانانو د فوټبال ټیم د اکټوبر د میاشتې په لومړیو کې تاجکستان ته ولاړ.

د اسیا د فوټبال تر اولس کلنۍ د ښکته لوبډلو اتلولۍ ته د لار موندنې دا مقدماتي سیالۍ د اکټوبر په پنځمه پیل شوي او د اکټوبر تر نهم پورې دوام کوي.

په دې سیالیو کې افغانستان د H په ګروپ کې د ختیځ تیمور له انصراف وروسته له منګولیا او تاجکستان سره لوبیږي.

د هر ګروپ مخکښې لوبډلې او د لس ګروپونو تر منځ پنځه ښې لوبډلې به د سیالیو د کوربه ترڅنګ د اسیا تر اولس کلنۍ د ښکته لوبډلو د اتلولۍ ۱۶ لوبډلې جوړوي.

د افغانستان لوبغاړي هیله‌من دي چې لوبډله به یې دې سیالیو ته لاره ومومي.