نن پر افغانستان د امريکايي ځواکونو د بريد ۲۱مه کليزه ده

ارشيف

نن د اکتوبر اوومه پر افغانستان د امریکایي ځواکونو د برید له يووېشتمې کليزې سره برابره ده.

طالبانو په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې، یو ویشت کاله مخکې د امریکا دولت پرته له کوم دلیله پر افغانستان برید وکړ.

د امریکا د متحد ایالتونو حکومت هغه مهال له طالبانو څخه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن غوښت چې پر نیویارک او واشنګتن پر بریدونو تورن و.

د طالبانو حکومت د اسامه له ورسپارلو سره مخالفت وکړ، هم‌هغه و چې متحد ایالتونو د ترهګرو د ځپلو په خاطر پر افغانستان حمله وکړه.

طالبانو په نننۍ اعلامیه کې ویلي دي چې افغانستان اوس د هیچا لپاره ګواښ نه‌دی.