روسیه وايي د اټومي شخړې د مخنیوي لپاره "کاملاً ژمنه" ده

د کرملين ماڼۍ

د کرملین وروستیو څرګندونو چې له اوکرايین سره د جګړې د پراخېدو په صورت کې اټومي وسلې یو انتخاب دی، د نړیوالو اندېښنې راپارولي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې، د روسیې فدراسیون اټومي جګړې ته د اجازې د نه ورکولو اصولو ته ډېره پابنده ده.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او نورو جګپوړو روسي چارواکو په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې مسکو د «نويو الحاق شویو سیمو» په ګډون، د خپلو سیمو د دفاع لپاره له ټولو پوځي وسایلو د کار اخیستلو حق لري او په دې مسله کې «ټوکې» نه‌کوي.

په لوېدیځ کې ډېری دا څرګندونې د روسیې له‌خوا د یوه انتخاب په توګه د اټومي وسلو د کارولو په معنا ګڼي.