د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې په زرګونو کسان چې وروستیو سېلابونو او د جون د میاشتې زلزلې یې کورونه وران کړي، تر اوسه په خېمو کې ژوند کوي.
او چا په یوه ټویټ کې ویلي چې، د ژمي په راتلو سره دوی د خپلو کورونو د ترمیم لپاره مرستې ته اړتیا لري او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې کورنۍ یې د ژمي په جریان کې تر چت لاندې ژوند وکړي.
یوازې په پکتیکا او خوست کې د تېر دوبي مرګونې زلزلې په زرګونو کسان بېکوره کړي دي.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت هم له نړيوالو څو څو ځل غوښتنه کړې وه چې د طبعي پېښو له امله زيانمنو شويو افغانانو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.